مہجور بیٹنی- پشتو مهجور بېټني Mahjoor Bettani" پشتو زبان کے شاعر، ادیب اور لکھاری

نمونہِ کلام

  • ممکنه نۀ ده چې هنر، عروج ته و رسوم

څنګه به دا پرې شوی سر، عروج ته و رسوم*

  • زما د شعر پۀ هر یو ټکي کښې موجود دې هغه

که داسې وه، زر به دلبر، عروج ته و رسوم*

  • نۀ به پوره شي دا آرمان، چې محبت دې عام شي

نۀ به د مینې دا سفر، عروج ته و رسوم*

  • زۀ دې ستا هجر کښې مېده شم، د رنجو پۀ شانې

خو! چې د تا ښکلی نظر، عروج ته و رسوم*

  • ملالې! تۀ مې ټپَوه، د ډاډ لاسونو باندې

زۀ به د خپل همت لښکر، عروج ته و رسوم*

  • زۀ پۀ خپل قام باندې تر دې حده، مئین یمه، جي!

غواړم، چې دا بشر بشر، عروج ته و رسوم*

  • زما د شعر و شاعري نه بس همدا مقصد دی

تۀ یې زما، چې دا خبر، عروج ته و رسوم*

  • وېل یې مهجوره! پلؤ لرې کړم، بې باکه شمه؟

وېل یې، ښائیست د ماذدیګر، عروج ته و رسوم؟*